افغانستان کښې د امریکې سفیر استعفا ورکړه
Jan 07, 2020 01:42 Asia/Kabul
لویدیځو رسنیو د افغانستان لپاره د امریکې د سفیر د استعفا خبر ورکړی دی.
نیویارک ټایمز د امریکې د خارجه وزارت له قوله خبر ورکړی چې په افغانستان کښې د امریکې سفیر جان بس په کابل کښې دوه کاله د خپلې دندې له ترسره کولو وروسته په ناڅاپي توګه استعفا ورکړې ده.
کابل کښې د امریکې د سفیر د استعفا په هکله جزئیات نه دي ترلاسه شوې خو ممکنه ده وجه یې په بغداد کښې د امریکې په ترهګره حمله کښې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني له شهادت وروسته په سیمه کښې د امریکې خلاف له راپورته شویو غبرګونونو او اعتراضونو پورې تړاؤ ولري.
ټیګونه