ایا د امریکا استکباری امپراتورۍ د انسانانو په وینو نده ولاړه ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87267-ایا_د_امریکا_استکباری_امپراتورۍ_د_انسانانو_په_وینو_نده_ولاړه
واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ د خپرو شویو پټو اسنادو پر اساس په ډاګه کړی ده چی په ۲۰۰۱ میلادی کال کی په افغانستان د امریکا له تیری راهیسې یو لک اوه پنځوس زره کسان وژل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2020 08:27 Asia/Kabul
  • ایا د امریکا استکباری امپراتورۍ د انسانانو په وینو نده ولاړه ؟

واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ د خپرو شویو پټو اسنادو پر اساس په ډاګه کړی ده چی په ۲۰۰۱ میلادی کال کی په افغانستان د امریکا له تیری راهیسې یو لک اوه پنځوس زره کسان وژل شوی دی .

 

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ په افغانستان د امریکا له حملې راهیسې د وژل شویو واقعی شمیر په ډاګه کړې دې .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ د خپرو شویو پټو اسنادو پر اساس په ډاګه کړی ده چی په ۲۰۰۱ میلادی کال کی په افغانستان د امریکا له تیری راهیسې یو لک اوه پنځوس زره کسان وژل شوی دی .

راپور زیاتوی چی د افغانستان په جنګ کی څه د پاسه څلورشپیته زره عسکر او درې څلویښت زره پینځه سوه ملکیان وژل شوی دی . واشنګټن پوسټ په دغو کلونوکې د طالبانو د وژل شویو غړیو شمیر څه د پاسه دوه څلویښت زره اعلان کړې دې . په دغه راپور کې د وژل شویو امریکایی عسکرو شمیر څه د پاسه شپږ زره او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو د وژل شویو عسکرو شمیر هم یو زر یو سل پینځه څلویښت تنه اعلان شوی دې .

د افغانستان د سیاسی مسلو کارپیژاندی باوری دی په افغانستان کی د امریکا د ډیر لګښت لرونکې نولس کلن شتون د دغه هیواد د بیخ بینایو له تباه کیدا او څه د پاسه یو لک عسکرو او ملکیانو له وژل کیدا پرته بله بریا نده درلودلی . په افغانستان کی د امریکا پوځی لګښت دوه ټریلیون ډالره بلل شوې دې .