امریکاتېرکال په افغانستان کې په اته زره بمونو۸۰۰ ملکیانوته مرګ ژوبله اړولې
مریکا د ۲۰۱۹ کال له جنورۍ تر سپټمبره پورې په افغانستان ۸ زره بمونه غورځولي دي چې له کبله یې د ۲۵۰ ماشومانو په ګډون ۸۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په بشري حقونو د څار اداره یا هیومن رایټس واچ وايي، امریکا د ۲۰۱۹ کال له جنورۍ تر سپټمبره پورې په افغانستان ۸ زره بمونه غورځولي دي چې له کبله یې د ۲۵۰ ماشومانو په ګډون ۸۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې سازمان د اسیا برخې رئیسه میرمن پتریشیا ګاسمن وايي، تېر کال په جګړه کې نږدې هر لوري په پراخه پیمانه ملکي تلفات اړولي دي.
نوموړې د خپل سازمان د راپور له مخې وویل، طالبانو د ټاکنو په شپو ورځو کې زیات بریدونه وکړل چې ملکیانو ته یې درانه تلفات واړول، خو د کال په لومړیو کې بیا تر طالبانو زیات تلفات د افغان حکومت ملاتړو ځواکونو اړولي دي.
بلخوا افغان حکومت وايي، د ملکیانو خوندیتوب یې لومړیتوب دی او دا ډول تلفات زیاتره د طالبانو لخوا اوړي.
د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې اړهافغان رسندویو ته وايي، دوی خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د ملکي تلفاتو په راکمولو او صفر کولو کې نهایت کوشش وکړي خو طالبان بیا ملکیان د سپر په ډول کاروي او زیات تلفات هم دغه ډله اړوي.
امریکا په افغانستان کی د ترهه ګرۍ د له مینځه وړلو په پلمه لښکر کشی وکړه خو په دغه هیواد کی امنیت ندې ټینګ شوی بلکې د سیمو نورو هیوادونو ته هم ترهه ګری پراخه شوی ده .