سیګار: له فاسدو جنګسالارانو د امریکا ملاتړ طالبان پياوړي کړل
جان سوپکو ویلي، امریکا باید لومړی په خپلو ستونزو غور وکړي او افغانستان ته له ډاډ پرته په چټک ډول له دې وروسته پيسې ور نه کړي.
د افغانستان په بیا رغونه د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار ویلي په افغانستان کې له فاسدو جنګسالارانو څخه د امریکا ملاتړ طالبان پیاوړي کړي دي.
د سیګار مشر جان سوپکو د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، امریکا له فاسدو جنګسالارانو په ملاتړ افغانستان کې خپل اهداف زیانمن کړي دي.
جان سوپکو ویلي، امریکا باید لومړی په خپلو ستونزو غور وکړي او افغانستان ته له ډاډ پرته په چټک ډول له دې وروسته پيسې ور نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم سیګار په یو ټویټ کې ویلي وو چې افغانستان له نړیوالو مرستو سره سره لا هم په سیمه کې له لسو فقیرو هیوادونو څخه دی.
د سیګار د راپور له مخې ۵۵ سلنه افغانان دا مهال د ورځې یو ډالر عاید پیدا کوي.
بلخوا افغان ولسمشراشرف غني په دې وروستیوکلونو کې د جنګسالارانو پر وړاندې سخته مبارزه خپله لویه لاسته راوړنه بولي او وايي، فاسدین یې ټول یوې څنډې ته کړي دي.