له اوربند او بین الافغاني خبرو پرته سوله امکان نلري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87325-له_اوربند_او_بین_الافغاني_خبرو_پرته_سوله_امکان_نلري
هغه د سولې پروسې ته په اشارې سره ویلي، اوربند، بین الافغاني مذاکرات او د افغان حکومت په محوریت د سولې خبرې اترې هغه درې اساسي شرطونه دي چې له دې پرته نه د باور فضا رامنځته کېدلی شي او نه هم باید پایدارې سولې ته هیلې ولرو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2020 01:44 Asia/Kabul
  • له اوربند او بین الافغاني خبرو پرته سوله امکان نلري

هغه د سولې پروسې ته په اشارې سره ویلي، اوربند، بین الافغاني مذاکرات او د افغان حکومت په محوریت د سولې خبرې اترې هغه درې اساسي شرطونه دي چې له دې پرته نه د باور فضا رامنځته کېدلی شي او نه هم باید پایدارې سولې ته هیلې ولرو.

دافغان رسندویو له راپور سره یم د افغانستان د  ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، له عمومي اوربند او بین الافغاني مذاکراتو پرته په هېواد کې د تلپاتې سولې تامین امکان نلري.

 نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د ښځینه خبریالانو یوه کنفرانس ته د خبرو پر مهال کړې دي.

 هغه د سولې پروسې ته په اشارې  سره ویلي، اوربند، بین الافغاني مذاکرات او د افغان حکومت په محوریت د سولې خبرې اترې هغه درې اساسي شرطونه دي چې له دې پرته نه د باور فضا رامنځته کېدلی شي او نه هم باید پایدارې سولې ته هیلې ولرو.

 د هغه په خبره، افغان حکومت د سولې د پروسې په برخه کې د افغانستان د خلکو پر اساسي حقوقو او دغه راز د بیان د ازادۍ تر څنګ د تېرو لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کوي او په هیڅ صورت به اجازه ورنکړي چې تېرې لاسته راوړنې د سولې قرباني شي.

دانش زیاته کړې، که څه هم د خلکو له حقوقو دفاع د حکومت اصلي دنده ده خو خلک هم باید په پوره هوښیارۍ له خپلو حقونو دفاع وکړي.

داپه داسې حال کی دی چی طالب سرچینو پاکستاني رسنیو  دي نیوز او ډیلي ټایمز ته په یو روایت کې وايي، چې ملا هیبت الله په ۱۰ ورځې خو په بل روایت کې وايي، چې ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي په کمولو موافقه کړې ده.