د انتخاباتو د پایلو تر اعلانیدو به خپل فعالیت ته دوام ورکړم
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87397-د_انتخاباتو_د_پایلو_تر_اعلانیدو_به_خپل_فعالیت_ته_دوام_ورکړم
عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې ترڅو د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو فاینل نتایج نه وي اعلان شوې تر هغې به خپل فعالیت جاري وساتي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2020 12:36 Asia/Kabul
  • د انتخاباتو د پایلو تر اعلانیدو به خپل فعالیت ته دوام ورکړم

عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې ترڅو د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو فاینل نتایج نه وي اعلان شوې تر هغې به خپل فعالیت جاري وساتي.

د آوا خبري آژانس په لیکنه عبدالله عبدالله نن د افغانستان د وزیرانو شورا په غونډه کښې وویل: د ملي وحدت حکومت لاهم رواوالی لري او هیڅوک پرې نیوکه نه شي کولې.

هغه هم داشان د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د افغانستان لپاره تش د نامې صلحې احتمالي موافقې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: صلحه یوازې د یو کس په انحصار کښې نه ده بلکې دا د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده چې د صلحې په خبرواترو کښې رول ولري.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرايي مشر څرګنده کړه چې د صلحې د وزارت مرکچي ټیم په یوازې سر له طالبانو سره د صلحې د خبرواترو په سر موافقې ته نه شي رسیدې او په دې اړه د دې وزارتخانې څرګندونې چې د صلحې ټول فعالیتونه د یو وزارت په محوریت کښې وي، نه سنجول شوې دي.

عبدالله عبدالله دا خبرې په داسې حال کښې کړې دي چې ولسمشر اشرف غني د صلحې د خبرواترو د پرمخ بیولو لپاره د صلحې د وزارت په نوم یوه وزارتخاني جوړه کړې ده.