د افغانستان مشرانو جرګې په امريکې باندې په بې اعتمادۍ تاکيد وکړ
د افغانستان مشرانو جرګې په امريکې باندې په بې اعتمادي تاکيد وکړ
د افغانستان د مشرانو جرګې يا سېنټ تاکيد وکړ امريکه له طالب ډلې سره د تش په نامه د صلحې د خبرو اترو په بهير کښې صداقت نه لري.
د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې فضل هادي مسلميار نن دافغانستان د مشرانود جرګې په وروستۍ کلنۍ غونډه کښې وويل، افغان ولس له طالب ډلې سره د خبرو اترو په تېره بيا د ډزبندۍ او فوځي عملياتو د کمښت د طرحې په بهير کښې په د امريکې په واکمنانو هيڅ اعتماد نه لري.
هغه د قطر د خبرو اترو په بهير کښې د فوځي عملياتو د کمښت په پلان باندې په نيوکې سره زياته کړه، دغه پلان بې معنې او يو ډول فرېب دے او پکار دي د افغانستان ټول چارواکي، ګوندونه او سياسي او مذهبي شخصيتونه له دغه پلان سره مخالفت وکړي. د مشرانود جرګې يو غړي فېصل سميع هم د تاوتريخوالي د کمښت پلان د افغان ولس او حکومت په خلاف يوه دسيسه وبلله.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي زلمي خليلزاد په قطر کښې له طالبانو سره د تش په نامه صلحې په خبرو اترو کښې د تاوتريخوالي د پلان غوښتنه مطرح کړه خو د اشرف غني حکومت له دغه پلان سره سخت مخالف دے او ډزبندي د د بين الافغاني خبرو اترو د شروع کېدو شرط بولي.