د افغان نولس کلنې لوبډلې د عربي اماراتو سره سيالي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87435-د_افغان_نولس_کلنې_لوبډلې_د_عربي_اماراتو_سره_سيالي
افغان نولس کلنې لوبډلې د عربي اماراتو پر وړاندې پچه ګټلې او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2020 10:18 Asia/Kabul
  • د افغان نولس کلنې لوبډلې د عربي اماراتو سره سيالي

افغان نولس کلنې لوبډلې د عربي اماراتو پر وړاندې پچه ګټلې او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه کړې ده.

د افغانستان نولس کلنې لوبډلې په پنځوس اوريزو نړيوال جام کې نن د چهارشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو نولس کلنې لوبډلې سره مخامخ دي. افغانستان له شیر ختي(ټاس) ګټلو وروستو توپ وهنه غوره کړه. تردې دمه د افغانستان نولس کلنې لوبډلې د دوو لوغاړو سوځیدلو سره ۶۷ منډې ترسره کړې دي.
د عربي اماراتو لوبډلې په خپله لومړۍ سيالۍ کې کانډا لوبډلې ته په ستر توپير ماتې ورکړې وه، دوی د توپ وهنې په برخه کې غښتلي لوبغاړي لري.
بل خوا افغان نولس کلنې لوبډلې په خپله لومړۍ سيالۍ کې کوربه لوبډلې سويلي افريقا ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړې وه.
ددوی لخوا غوره توپ اچونه شفيق الله غفاري ترسره کړې وه چې۶ لوبغاړي يې سوځولي وو، افغان لوبډله به پر توپ اچونکو ډيره تکيه وي، خو په توپ وهنه کې به ابراهیم ځدران او عمران مير ته ډيرې سترګې وي.