د امریکا او د طالبانو خبرې به جګړه پاې ته ونه رسوي
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د حکومت د جوړونې د انتخاباتي ټیم لومړي مرستیال امر الله صالح وویل د امریکا او د طالبانو ترمینځ سوله په هیواد کښې جګړه پاې ته نه رسوي .
هغه د امریکا او د طالبانو د خبرو اترو په هکله وویل احتمال شته چې دغه خبرې د امریکا او د طالبانو ډلې ترمینځ د جګړې د ختمیدا سبب شي خو د افغانستان د خلکو او د طالبانو جنګ به ختم نشي .
د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر امر الله صالح وویل طالبانو ډله د هیواد د جهادي مشرانو او د سیاسي شخصیتونو وژونکي ده .
هغه دغه راز ټینګار وکړ له طالبانو سره هرډول سوله باید د افغانستان د مشورتي لویې جرګې او د پارلمان لخوا تائید شي .
تراوسه په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ډلې د استازیو د خبرواترو یولس (۱۱) پړاونه شوي دي خو دواړه لوري تراوسه په دغو خبرو کښې د افغانستان د حکومت ګډون کولو ته چمتو نه دي .
له امریکا سره د طالبانو خبرو اترو د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ نتیجه نه ده لرلي او امریکا له ترهګرۍ سره د جنګ په پلمه هماغه راز په دغه هیواد کښې پوځي شتون لري .