د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ خبرې اترې ضروري دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87514-د_افغانستان_د_حکومت_او_طالبانو_ترمینځ_خبرې_اترې_ضروري_دي
د پاکستان وزیراعظم په افغانستان کښې د کړکیچ د ختمیدو په موخه د دغه هیواد د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د مذاکرې د بیا پیلیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2020 01:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ خبرې اترې ضروري دي

د پاکستان وزیراعظم په افغانستان کښې د کړکیچ د ختمیدو په موخه د دغه هیواد د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د مذاکرې د بیا پیلیدو په ضرورت ټینګار وکړ.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې عمران خان د داووس د اقتصاد د نړیوالې ټولنې په کلیزې غونډې کښې په خپله وینا کښې د افغانستان د کړکیچ د هواري لپاره د پوځ حل لارې په نشتوالي باندې په ټینګار سره وویل: په افغانستان کښې صلحه هله راتلی شي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې اترې وکړي او دواړه لوري یوې سیاسي موافقې ته ورسیږي.

د پاکستان وزیراعظم په عین حال کښې وویل چې د افغان حکومت او طالب ډلې ترمینځ د خبرواترو پیلیدل اسان کار نه دی.

د ویلو ده چې د افغانستان حکومت په ځلونو له طالبانو سره د نیغ په نیغه مذاکراتو غوښتنه کړې ده خو دغې ډلې د افغان حکومت په ناروا بللو سره له خبرواترو ډډه کړې او تل د امریکې له استازو سره مذاکرات کوي.