د افغانستان په شمال کښې طالبانو ته مړینه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87618-د_افغانستان_په_شمال_کښې_طالبانو_ته_مړینه
د افغانستان د دفاع وزارت د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او پوځیانو لخوا په شمالي ولایت بلخ کښې په یوې حمله کښې د لسګونو طالبانو د مړینې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2020 10:29 Asia/Kabul
  • د افغانستان په شمال کښې طالبانو ته مړینه

د افغانستان د دفاع وزارت د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او پوځیانو لخوا په شمالي ولایت بلخ کښې په یوې حمله کښې د لسګونو طالبانو د مړینې خبر ورکړ.

زمونږ د خبریال د راپور پر اساس، د افغانستان د دفاع وزارت په یوه بیانیه کښې خبر ورکړی چې پوځیانو تیره شپه د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کښې په طالبانو باندې حمله وکړه چې په نتیجې کښې د طالبانو پنځه څلویښت غړي مړه او ۳۲ نور غړي نیولې شوي دي.

په دغه بیانیه کښې راغلې په دغه حمله کښې د طالبانو د نشه ایزو توکو د جوړولو فابریکه هم ویجاړه شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د دغې بیانیې پر اساس، په دغه عملیاتو کښې همداشان له طالبانو څو کلي(حودکی، حسین خیل، چهارسنګ‌، سمرقند او بوک) هم نیولې شوي دي.