روانه افغان جګړه باید په باعزته سوله تمامه شي
هغه زیاته کړه، جګړه باید د باعزته سولې د راتلو په پایله کې له منځه ولاړه شي او په ترڅ کې یې افغانان بیا قرباني نه شي.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تخار ته په خپل سفر کې ویليپه دغه ولایت کې په کافي اندازه افغان ځواکونه ځای پر ځای دي او دا وړتیا لري چې دښمن له منځه یوسي او اصلاحات رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه، جګړه باید د باعزته سولې د راتلو په پایله کې له منځه ولاړه شي او په ترڅ کې یې افغانان بیا قرباني نه شي.
نوموړي د نظام په ملاتړ د تخار د خلکو د قربانیو د یادونې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چي ولس د تروریستي او مافیايي ډلو، قاچاقبرانو، زورمندانو او قانون ماتوونکو پر ضد د حکومت د طرحو او اقدامونو ملاتړ کوي.
حمدالله محب د تخار تر څنګ کندوز، جوزجان او بلخ ولایتونو ته هم د امنیتي حالت ارزولو په هدف سفرونه وکړل.
هغه د سه شنبې په ورځ په جوزجان ولایت کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې راتلونکی کال به د طالبانو ډېر تمرکز پر شمالي ولایتونو وي، چې په خبره یې حکومت د دې ډلې د بریدونو مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی لري.