د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ۱۵ طالبان وژل شوی دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87648-د_افغانستان_په_بیلابیلو_سیمو_کې_۱۵_طالبان_وژل_شوی_دي
د افغانستان پوځ نن په یوه بیانیه کی ادعا وکړه د کندوز ولایت په دشت ارچی ولسوالۍ کې د طالبانو په مورچو په هوایی حمله کې د طالبانو د دریو قوماندانانو ملا عبدا... ، ملاعمری او ملا نعمان په شمول اته غړی وژل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2020 12:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ۱۵ طالبان وژل شوی دي

د افغانستان پوځ نن په یوه بیانیه کی ادعا وکړه د کندوز ولایت په دشت ارچی ولسوالۍ کې د طالبانو په مورچو په هوایی حمله کې د طالبانو د دریو قوماندانانو ملا عبدا... ، ملاعمری او ملا نعمان په شمول اته غړی وژل شوی دی .

د شین هوا خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان پوځ نن په یوه بیانیه کی ادعا وکړه د کندوز ولایت په دشت ارچی ولسوالۍ کې د طالبانو په مورچو په هوایی حمله کې د طالبانو د دریو قوماندانانو ملا عبدا... ، ملاعمری او ملا نعمان په شمول اته غړی وژل شوی دی .

له بلي خوا د افغانستان دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د اوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په نهر سراج ولسوالۍ کې په هوايي حمله کې درې وسله‌وال طالبان او په واشېر ولسوالۍ کې په یوه بله هوايي حمله کې دوه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې پر اساس، دوه نور طالبان په نادعلي ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

په افغانستان کې په جګړه بوخت لوري ادعا کوي چې یو بل ته‌یې تلفات اړولي دي.