د اقتصادي او امنيتي ملګرتياو په پياوړتيا د ايران او افغانستان تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87693-د_اقتصادي_او_امنيتي_ملګرتياو_په_پياوړتيا_د_ايران_او_افغانستان_تاکيد
د افغانستان په چارو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت خاص استازي او افغان ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمېنځ د امنيتي او اقتصادي ملګرتياو په پياوړتيا تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2020 10:54 Asia/Kabul
  • د اقتصادي او امنيتي ملګرتياو په پياوړتيا د ايران او افغانستان تاکيد

د افغانستان په چارو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت خاص استازي او افغان ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمېنځ د امنيتي او اقتصادي ملګرتياو په پياوړتيا تاکيد وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان په چارو کښې د ايران خاص استازي محمد ابراهيم طاهريان نن په کابل کښې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتنه او د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا او له ترهه ګرۍ، تندلاريتوب او نشه ايزو موادو سره د مبارزې په باره کښې خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کښې همدارنګ د سيمه ايزو اقتصادی ملګرتياو په ضرورت تاکيد اوشو او وټاکل شوهچې د افغان حکومت لخوا يو پلاوے په دې زمينه کښې د لا زياتو بحثونو لپاره ايران ته سفر وکړي.

طاهريان همدارنګ پرون د افغان حکومت له اجرائي مشر عبدا... عبدا... سره کتنه او د د وروستيو سيمه ايزو مسائلو او د افغان صلحې د بهير په اړه صلاح مشورې او د نظر تبادله وکړه.

په افغانستان کښې د ايران سفير هم په دغه کتنه کښې موجود ؤ.