امريکه په افغانستان کښې ناکامه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87699-امريکه_په_افغانستان_کښې_ناکامه_ده
د امريکې او طالب ډلې د سولې له بې نتيجې والي وروسته يو ځل بيا داسې اندېښنې راپورته شوي، چې د امريکا او طالبانو له لوري د جګړې د شدت په زياتېدو دے او ډېری قربانيان يې هم ملکي وګړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2020 14:01 Asia/Kabul
  • امريکه په افغانستان کښې ناکامه ده

د امريکې او طالب ډلې د سولې له بې نتيجې والي وروسته يو ځل بيا داسې اندېښنې راپورته شوي، چې د امريکا او طالبانو له لوري د جګړې د شدت په زياتېدو دے او ډېری قربانيان يې هم ملکي وګړي دي.

د امريکا ډيلي بیسټ خپرونې ليکلي، امريکې پر طالبانو بریدونه زيات کړي، خو په مقابل کې يې د طالبانو له لوري د امریکې په مشرۍ په  بهرنيو ځواکونو هم بریدونه ډېر شوي دي.

د ډيلي بیسټ په وينا تېر کال د امريکې لپاره په افغانستان کښې ناکامۍ کال ؤ.

خپرونه زياتوي، چې تېر ۲۰۱۹ کال کې امريکايي چارواکي او په ځانګړې توګه ولسمشر ډونلډ ترمپ ناکامه ؤ، د طالبانو په بریدونو کې ۲۳ امريکايي عسکر وژل شوي او ۱۹۲ نور ژوبل شوي وو.

ډيلي بيسټ د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» د رسمي شمېرو پر اساس د امريکايي عسکرو د مرګ ژوبلې راپور خپور کړے، خو د ازادو سرچينو له مخې د امريکايي عسکرو مرګ ژوبله تر دې ډېره زياته ده.

ډيلي بيسټ زياتوي، د امريکا له لوري د جګړې تشدد او بمبارۍ زياتول هېڅ ګټور نه وو او نه يې هم طالبان له خپلو سيمو په شا کړي دي.

د خپرونې په وينا د امريکا په هوايي بریدونو او عملياتو کې ډېر زيان عامه وګړو ته اوښتی دے، د افغانانو ژوند يې له نورو کړاوونو سره مخ کړے او ټول افغانان د هېواد روان امنيتي وضعيت ته اندېښمن دي.

د امريکې پوځي کارپوهان هم په افغانستان کې د ټرمپ اداره او عسکر ناکامه بولي.