افغانستان کښې په لسګونو طالبان وژل شوي
Feb 06, 2020 04:25 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د فاع وزارت وویل د طالبانو د دوو (۲) مشرانو په شمول د حکومت څلورپنځوس (۵۴) وسله وال مخالفین له حکومتي عسکرو سره په نښتې کښې وژل شوي .
د افغانستان دفاع وزارت پرون وویل په فاریاب ، هلمند ، لغمان ، قندهار ، ننګرهار ، هرات ، قندوز ، ارزګان او خوست ولایتونو کښې د حکومتي عسکرو په وړمه ورځې عملیاتو کښې د حکومت دوه پنځوس (۵۲) مخالفان وژل شوي او شپږدیرش(۳۶) نور ژوبل شوي دي .
د هرات د والي دفتر هم وویل د طالبانو دوه (۲) مشران په ګلران ولسوالۍ کښې د حکومتي عسکرو په هوايي بریدونو کښې وژل شوي او د دغه ډلې څو نور غړي نیول شوي هم دي .
ټیګونه