د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوے ولسوال ووژل شو
Feb 07, 2020 11:44 Asia/Kabul
د افغانستان په بلخ كښې د هوايي بريد په مهال د چمتال ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون د دې ډلې ۱۲ غړي وژل شوي دي.
د افغانستان د سرچينو له قوله د دغه هېواد د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، تېره شپه د چمتال ولسوالۍ په عليزۍ كلي كې د هوايي بريد په مهال د يادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوے ولسوال ملا جابر او شپږ ملګري يې ووژل شول.
د ده په وينا، د شورتېپې ولسوالۍ په شوراريق كلي كښې هم هوايي بريدونو پنځه طالبان وژلي دي.
رضايي زياتوي، د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ كښې د شاهين عملياتو په دوام کښې څلور كلي د طالبانو له شتونه پاك شوي او همدارنګه يو مائن موندل شوے او ناکاره کړے شوےدے.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ټیګونه