ننګرهار او لغمان کې تر څلویښتو زیات وسله وال طالبان وژل شویدی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87825-ننګرهار_او_لغمان_کې_تر_څلویښتو_زیات_وسله_وال_طالبان_وژل_شویدی
د افغانستان په ختیځ کښې د وسله والو طالبانو د وژل کیدو د خبر په هکله دغې ډلې تر اوسه څه نه دی ویلي. 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2020 04:15 Asia/Kabul
  • file photo
    file photo

د افغانستان په ختیځ کښې د وسله والو طالبانو د وژل کیدو د خبر په هکله دغې ډلې تر اوسه څه نه دی ویلي. 

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار دوالي ویاند عطا الله خوږیاڼي پرون وویل چې تیره شپه د دی ولایت په لالپورې ولسوالۍ کې  چې د ډیورنډ پولی ته څيرمه پرته ته د ملی امنیت اداری ځانګړو ځواکونو عملبات تر سره کړي چې پکې دنوموړي پر وینا یوویشت تنه وسله وال طالبان چې پاکستانی طالبان هم پکی دي وژل شویدی.

د والی ویاند وویل په وژل شویو کې د پاکستاني طالبانو د استخباراتو مسول بیت الله مشهور په بلال هم شامل دی. هغه وویل، په دغو عملباتو کې د وژل شویو طالبانو وسلی مهمات دوه عرادی موټر او یو موټرسایکل هم له منځه وړل شویدی او له نیکه مرغه ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

خو  وسله والو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلي. 

بل پلو د لغمان دوالي ویاند اسدالله دولت زی وايی دافغان ځواکونو په هوایی بریدونوکې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د حاجی صاحبانو په کلی کی د بهرنیو وګړو په ګډون ۲۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوی او د هغوی وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوې دي.