ایټالیا کښې د افغانستان سفیره سره د خپل مرستیاله څنګته کړی شو
Feb 12, 2020 13:07 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر په یو حکم کښې په ایټالیا کښې د دغه هیواد سفیره او د هغې مرستیال له کاره ګوښه کړل.
طلوع نیوز خبري چینل خبر ورکړی چې افغان ولسمشر اشرف غني نن په ایټالیا کښې د افغانستان د سفارتکارانو ترمینځ د شخړې له رامینځته کیدو وروسته هلینا ملکیار Helena Malikyar او د هغې مرستیال له کاره لرې کړل او له روم څخه یې افغانستان ته وروبلل.
خبر زیاتوي چې دغه پریکړه پس له هغې وشوه چې د کابل حکومت په ایټالیان کښې د افغانستان د ډیپلماټانو ستونزې لانجمنې وبللې.
د روان کال په غبرګولي میاشت کښې هم پس له دې چې هلینا ملکیار په روم کښې د افغانستان د سفیرې په توګه وګمارله شوه، د هغې او په ایټالیا کښې د افغان سفارتکارانو ترمینځ د شخړې رامینځته کیدو ګونګوسې ترلاسه شوې.
ټیګونه