د امریکااو طالبانو ترمینځ دسولې موافقه شخړې ختموي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88003-د_امریکااو_طالبانو_ترمینځ_دسولې_موافقه_شخړې_ختموي
د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د تش په نامه سولې د موافقې په باب د ګلبدین حکمتیار څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي دي،چې دغې ډلې تر دې دمه په دې باب هیڅ نظر نه دی وړاندې کړ ی او له دې مخکې ئې په افغانستان کې د سولې ټينګیدا او د جنګ ختمیدا یوازینۍ لاره له دغه هیواده د نیواکګرو له وتلو سره اړونده بللې وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2020 11:42 Asia/Kabul
  • د امریکااو طالبانو ترمینځ دسولې موافقه شخړې ختموي

د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د تش په نامه سولې د موافقې په باب د ګلبدین حکمتیار څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي دي،چې دغې ډلې تر دې دمه په دې باب هیڅ نظر نه دی وړاندې کړ ی او له دې مخکې ئې په افغانستان کې د سولې ټينګیدا او د جنګ ختمیدا یوازینۍ لاره له دغه هیواده د نیواکګرو له وتلو سره اړونده بللې وه .

ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ  د افغانستان د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار د امریکا اوطالبانو ترمینځ  د احتمالی موافقې په هرکلي سره  په دې زمینې کې د هرډول کارړنګونو په باب خبرداری ورکړ.

 حکمتیار دې ته په اشارې سره چې  له افغانستانه د امریکائي عسکرو وتل به د کابل او واشنګټن په ګټه وي ، وئيلي دي ، که د سولې په بهیر کې له رامینځةشوو فرصتونو څخه سمه استفاده ونه شي ،نو دهیواد حالات به نوره هم ترینګلي شي .

 ګلبدین حکمتیار  په دې په ټينګار سره چې  هیواد په یوې حساسې مرحلې کې دی ، زیاته کړې ،که  خپل دریځونه  سره متحد نه کړو ، نو له ځينو داسې پیښو سره به مخ شو  لکه چې د شوروي  ځوا کله وتلو وروسته  ورسره مخامخ شوي وو .

 د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د تش په نامه سولې د موافقې په باب د ګلبدین حکمتیار  څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي دي،چې  دغې ډلې تر دې دمه  په دې باب هیڅ نظر نه دی وړاندې کړ ی  او له دې مخکې ئې  په افغانستان کې د سولې ټينګیدا او د جنګ ختمیدا یوازینۍ لاره  له دغه هیواده د  نیواکګرو له وتلو سره  اړونده بللې  وه .

 په عین حال کې د افغانستان حکومت په تیر یوه کال کې  په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د  خبرواترو په نسبت  څنډې ته کړائ شوی،  البته دکابل حکومت تل د کابل دحکومت په مشرۍ د سولې دخبرواترو د بهیر په پرمختګ ټينګار کړی دی.