طالبان وايي د حملو د بندولو حکم نه دی شوی
Feb 18, 2020 04:17 Asia/Kabul
د طالبانو جنګي عناصر وايي چې د دوي عملیات به د تاؤتریخوالي د کمولو لپاهر له امریکې سره موافقې له مخې د نویو احکامو تر صادریدو پورې دوام ولري.
د افغانستان په هلمند ولایت کښې د طالبانو یو قومندان پرون وویل: زمونږ قومندانۍ د اوربند په هکله هیڅ پيغام نه دی راکړی نو په هم دې وجه به د حکومتي ځواکونو خلاف زمونږ پوځي تحرکات دوام ولري.
هم داشان په پکتیا او ننګرهار کښې طالب قومندانانو وویل چې هغوي خپل حملې د پلان مطابق جاري ساتي.
ورته مهال د طالبانو ویاند هم پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د دغې ډلې کسانو په نیمروز ولایت کښې د افغانستان د ملي اردو یوه چورلکه نسکوره کړې ده خو د کابل چارواکو ویلي چې دغه هیلي کاپټر له حملې سره نه دی مخ شوی بلکې بیړنۍ ناسته یې کړې ده.
ټیګونه