ولسي جرګه د غني او عبدالله ترمینځ مینځګړیتوب ته تیاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88207-ولسي_جرګه_د_غني_او_عبدالله_ترمینځ_مینځګړیتوب_ته_تیاره_ده
د افغانستان د ولسي جرګې مشر د اشرف غني او عبد الله عبد الله ترمینځ مینځګړیتوب ته خپل چمتووالی اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2020 03:07 Asia/Kabul
  • ولسي جرګه د غني او عبدالله ترمینځ مینځګړیتوب ته تیاره ده

د افغانستان د ولسي جرګې مشر د اشرف غني او عبد الله عبد الله ترمینځ مینځګړیتوب ته خپل چمتووالی اعلان کړ.

د افغانستان د ولسي جرګې(پارلیمان) مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په دغه هیواد کښې سیاسي شخړې باید د خبرواترو له لارې هوارې شي، د اشرف غني او عبد ا... عبد ا... ترمینځ مینځګړیتوب ته خپل چمتووالی اعلان کړ.

د آوا خبري آژانس په لیکنه، میر رحمان رحماني پرون وویل: په افغانستان کښې انتخاباتي کړکیچ ته په پام سره نه دي پریښودل پکار چې د دغه هیواد سیاسي ثبات له ګواښ سره مخ شي.

هغه زیاته کړه: د انتخاباتو د بهیر او د ټاکنو د خپلواک کمیشن له خوا د نتایجو د اعلان په سر اختلافاتو څخه رامینځته شوې سیاسي کشالې د خلکو د اندیښنې سبب شوې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د مشر په وینا، د ټاکنو د پایلو اعلان دغه شخړې کمې نه کړی شوې او په داسې حالاتو کښې چې د صلحې خبرواترو او بین الافغاني مذاکراتو ته ورځ په ورځ نزدې کیږو، دغو شخړو او مقابلې مونږ یوموټي افغانستان ته د رسیدو په لړ کښې له خپلو ملي اهدافو لرې کړې یو.

رحماني له ټولو اغیزناکو ملي ارګانونو، سیاسي بهیرونو او ملي شخصیتونو وغوښتل چې په افغانستان کښې د سیاسي کشالې د هوارولو کوشش وکړي.