د افغانستان حکومت به ۵۰۰۰ طالبان خوشي کړي
Feb 28, 2020 00:50 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته به د افغانستان حکومت پینځه زره (۵۰۰۰) طالبان خوشي کړي .
هغه پرون خبریالانو ته وویل د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې تړون به سبا لاسلیک شي او له هغه وروسته د افغانستان حکومت د طالبانو پینځه زره (۵۰۰۰) بندیان خوشي کوي .
سهیل شاهین وویل تراوسه د موافقې د لاسلیک کیدا په نیټه کښې کوم بدلون نه دی راغلی او ټاکل شوي ده له دغه تړون لاسلیک کیدا وروسته د مارچ په لسمه (۱۰) نیټه بین الافغاني خبرې اترې پیل شي .
د افغانستان حکومتي چارواکو تراوسه له امریکا سره د طالبانو د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته د دغه ډلې د بندیانو د خوشي کولو په هکله څه نه دي ویلي .
ټیګونه