په کونړکې دڅوقوماندانانوپشمول ۳۹داعشیان امنیتی ځواک ته تسلیم شول
Feb 28, 2020 10:30 Asia/Kabul
عبدالستار میرزکوال وویل داعش په کونړ کې له ماتې سره مخ ده او پرته له دې چې امنیتی ځواکونو ته تسلیم شي بله لار نه لري
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړی ،د افغانستان دکونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي ددی ولایت د ملی امنیت اد اري په هلو ځلو سره دکونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند په چلس سیمې کې د داعش د دری سیمه ییزو قوماندانانو یارخان ،ګلاب شاه او بابک په ګډون نهه دیرش داعشي وسله وال امنیتی ځواک ته تسلیم شول .
دکونړ والی وویل دغو تسلیم شویو داعشي وسله والو خپلې اوه ویشت میله سپکی او درنی وسلې هم امنیتی ځواک ته سپارلې.عبدالستار میرزکوال وویل داعش په کونړ کې له ماتې سره مخ ده او پرته له دې چې امنیتی ځواکونو ته تسلیم شي بله لار نه لري
ټیګونه