حکومت د طالب بندیانو د خوشي کولو صلاحیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88308-حکومت_د_طالب_بندیانو_د_خوشي_کولو_صلاحیت_لري
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان حکومت وویل یوازی کابل له زندان څخه د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو په هکله د فیصلې د ترسره کولو صلاحیت لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 29, 2020 01:06 Asia/Kabul
  • حکومت د طالب بندیانو د خوشي کولو صلاحیت لري

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان حکومت وویل یوازی کابل له زندان څخه د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو په هکله د فیصلې د ترسره کولو صلاحیت لري .

د افغانستان د سولې په چارو کښې د حکومت د وزارت ویاندې ناجیه انوري وویل د طالبانو د بندیانو خوشي کول د حکومت په صلاحیت کښې شامل دي او په دې اړه چې د حکومت لخوا هرډول فیصله وشي نو د ملي ګټو پراساس او د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره به وي .

دا په داسې حال کښې دي چې ځینو رسنیو د قطر پلازمینې دوحې ته د افغانستان د شپږو (۶) حکومتي چارواکو د سفر خبر ورکړی دی او هدف یې هم له طالبانو سره د مقدماتي تماسونو رامینځته کول دي .

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي دي د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته  د کابل حکومت پینځه زره (۵۰۰۰) طالب بندیان خوشي کوي .

د افغانستان حکومتي چارواکو تراوسه له امریکا سره د طالبانو د سولې دموافقې له لاسلیک کیدا وروسته د طالبانو د بندیانو د خوشي کیدا په هکله څه نه دي ویلي .