خلیل زاد له طالبانو سره د پلاوي د ټاکلو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88309-خلیل_زاد_له_طالبانو_سره_د_پلاوي_د_ټاکلو_غوښتنه_وکړه
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ثبات او د همپالنې د انتخاباتي ټیم نامتو غړي محمد محقق وویل د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل له دغه ټیم څخه غوښتي دي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د خپلو کسانو فهرست وټاکي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 29, 2020 01:17 Asia/Kabul
  • خلیل زاد له طالبانو سره د پلاوي د ټاکلو غوښتنه وکړه

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ثبات او د همپالنې د انتخاباتي ټیم نامتو غړي محمد محقق وویل د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل له دغه ټیم څخه غوښتي دي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د خپلو کسانو فهرست وټاکي .

محمد محقق پرون وویل د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د ثبات او  د همپالنې له انتخاباتي ټیم څخه غوښتي دي چې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د غړیو نومونو وټاکي .

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي مشر دوهم(۲) مرستیال محمد محقق وویل له طالبانو سره د پلاوي د غړیو شمیر  به تر کابو یویشتو (۲۱) کسانو پورې وي خو د اشرف غني د حکومت او د مخالفانو ترمینځ اختلاف سبب شوی چې تراوسه د روغې جوړې شورا جوړه نشي .

ټاکل شوي ده چې په افغانستان کښې د حملو د کمیدا په هکله د طالبانو او د امریکا ترمینځ د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته په دوو (۲) اونیو کښې له طالبانو سره بین الافغاني خبرې پیل شي خو د کابل حکومت تراوسه نه دی توانیدلی د دغه مهمې چارې لپاره ټول شموله یعني پراخ بنسټه  پلاوی چې د ټولو سیاسي لورو د موافقت وړ ووسي جوړ کړي .