له طالبانوسره موافقه له افغانستانه دامریکائي عسکرو د وتلوپه لور ګام دی
د امریکا او طالبانو ترمینځ احتمالي موافقه ټاکل شوې ده نن په قطر کې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو په شتون سره لاسلیک شي . د افغانستان حکومت یو شپږکسیز پلاوی قطر ته لیږدولی دی ،خو طالبانو وئيلي دي دکابل د حکومت له پلاوي سره دلیدو کاتو لپاره هیڅ پروګرام نه لري .
ایرناخبری آژانس راپورورکړی ، دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ نن سهار وختي د امریکا او طالبانو ترمینځد سولې د موافقې دلاسلیک کولو په باب د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپل هیواد ته د په نړۍ کې له بیلابیلو سیمو د امریکا ئي عسکرو د بیرته ستنولو په باب خپلې انتخاباتي ژمنې ته په اشارې سره ادعا کړې ،دهغه حکومت په دې زمینې کې یولړ مهم پرمختګونه کړي دي ..
ټرمپ په دغې اعلامیې کې مدعي شوی ، که طالبان او د افغانستان حکومت پخپلو ژمنو پابنده ووسي ، نو مونږ په دغه هیواد کې د جنګ د ختمولو او خپل وطن ته د مونږ د پوځیانو دبیرته ستنیدا په لور قدرتمند ګام پورته کړی دی .
د امریکا ولسمشر له دې مخکې ادعا کړې وه چې که د تاؤتریخوالی کمولو موافقې ته طالبان پابنده شي ، نو د سولې موافقه به پخپله لاسلیک کړي .
ځيني رارسیدلي راپورونه ښئ د امریکا او طالبانو ترمینځ احتمالي موافقه ټاکل شوې ده نن په قطر کې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو په شتون سره لاسلیک شي .
د افغانستان حکومت یو شپږکسیز پلاوی قطر ته لیږدولی دی ،خو طالبانو وئيلي دي دکابل د حکومت له پلاوي سره دلیدو کاتو لپاره هیڅ پروګرام نه لري .