طالبان دې په درست افغانستان کې حملې ودروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88325-طالبان_دې_په_درست_افغانستان_کې_حملې_ودروي
د تاؤتریخوالي د کمیدا په پړاؤ کې په وژل شوو کسانو کې یویشت پوځيان یوعام افغان تر سترګوشوي او د کابل پشمول د افغانستان په دولسو ولایتونو کې د افغان پوځیانو اوطالبانو ترمینځ حملې او بمي چاودنې ددغو وینو بهیدا عوامل وو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 29, 2020 11:15 Asia/Kabul
  • طالبان دې په درست افغانستان کې حملې ودروي

د تاؤتریخوالي د کمیدا په پړاؤ کې په وژل شوو کسانو کې یویشت پوځيان یوعام افغان تر سترګوشوي او د کابل پشمول د افغانستان په دولسو ولایتونو کې د افغان پوځیانو اوطالبانو ترمینځ حملې او بمي چاودنې ددغو وینو بهیدا عوامل وو.

روئيټرز خبری اژانس راپور ورکړ ،  دطالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد نن  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي دغې ډ لې  په افغانستان کې د سولې د ټینګیدا په موخې سره  له ا مریکائي  ډيپلوماټانو سره  دموافقې د لاسلیک کیدا په درشل کې  په افغانستان کې د حملو د درولو فرمان صادر کړی دی .

ذبیح ا... مجاهد  په دوام کې په دې ادعا سره چې  دغه فرمان  د افغانستان د ولس د خوشالولو لپاره  صادر شوی ، ټينګار کړی ، د موافقې په لاسلیک کولو کې تر ټولو مهمه موضوع  دا ده چې   امریکاپخپلو ژمنو عمل وکړي .

 په عین حال کې  په دې اړه  دافغانستان حکومت او امریکائي چارواکو هم خپل خپل دریځونه وړاندې کړي دي .

 داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د حکومت د رسمي احصایو  په اساس په دغه هیواد کې د تاؤتریخوالي د کمولو په  او ه ورځني پړاؤ کې  چې پرون سهار وختي پاي ته رسیدلی،په بیلابیلو شخړو اوترینګلتیاؤ کې بیا هم  دیرش کسان وژل شوي او څه دپاسه پنځوس نور ټپیان شوي دي .

 ددغه راپور په اساس،د تاؤتریخوالي د کمیدا په پړاؤ کې په وژل شوو کسانو کې یویشت پوځيان یوعام افغان تر سترګوشوي او د کابل پشمول  د افغانستان  په دولسو ولایتونو کې  د افغان پوځیانو اوطالبانو ترمینځ   حملې او بمي چاودنې  ددغو  وینو بهیدا  عوامل وو.