له طالبانو سره د صلحې د موافقې په هکله د ټرمپ خبرپاڼه
د مریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې موافقه نن د قطر په پلازمینه دوحه کښې د افغانستان او ځینو نورو هیوادونو د یوشمیر استازو په شتون سره لاسلیک شي.
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انتخاباتي مبارزو په دوران کښې او سپینې ماڼۍ ته له رسیدو وروسته ژمنه کړې وه چې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه وباسي خو دغه ژمنه یې تراوسه پوره نه شوه. اوس ټرمپ هیله من دی چې له طالبانو سره د موافقې په لاسلیکولو سره د دې کار لاره هواریږي. هغه له طالبانو سره صلحه په افغانستان کښې د جنګ ختمیدل او له دغه هیواده د امریکايي پوځیانو وتل بللې دي.
ډونلډ ټرمپ بیګا له طالبانو سره د صلحې د موافقې په هکله یوه خبرپاڼه خپره کړه، د هغې موافقې په هکله چې ټاکل شوې ده نن د قطر په پلازمینه دوحه کښې د افغانستان او ځینو نورو هیوادونو د یوشمیر استازو په شتون سره لاسلیک شي.
ټرمپ په دغې بیانیې کښې له مختلفو سیمو څخه خپل هیواد ته د امریکايي پوځیانو د ستنولو په هکله خپلې انتخاباتي ژمنې ته په اشارې سره مدعي شو چې حکومت یې په لړ کښې مهم پرمختګ کړی دی. ټرمپ له دې مخکښې ویلې وو چې د تاوتریخوالي د د کمي په موافقې باندې د طالبانو د پابندۍ په بڼه کښې به د صلحې موافقه په خپل لاس، لاسلیک کړي.
په قطر کښې د طالبانو دفتر هم ویلې دي چې ټاکل شوې د کابو د دیرشو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د معتبرو نړیوالو سازمانونو ځانګړې استازي د دغې ډلې او امریکې ترمینځ د موافقې د لاسلیکیدو په مراسمو کښې ګډون وکړي. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو به له طالبانو سره د صلحې د موافقې د لاسلیکیدو په مراسمو کښې شتون ولري او د دغه هیواد دفاع وزیر مارک اسپر به هم د افغانستان له حکومت سره یوه ګډه بیانیه خپره کړي. خو دغه موافقه به په افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو د شتون د ختمیدو په معنا نه وي.
ټرمپ په خپله بیانیه کښې وویل: که طالبان او د افغانستان حکومت پر خپلو ژمنو پایبند پاتې شو مونږ به په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدو او وطن ته د خپلو عسکرو د راستنولو په لور یو پیاوړی ګام پورته کړی وي.
دې ته په پام سره چې ټرمپ د امریکې د روان ۲۰۲۰ کال د نومبر د میاشتې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د بریا لپاره مجبور دی چې په بهرني ډګر کښې د بریاؤ په ترلاسه کولو ټینګار وکړي او جوته ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به یو له دغو مواردو وي، په تیره بیا دا چې په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو زیاتیدل به له دغه هیواده د یادو ځواکونو د وتلو لپاره د انتخاباتو په کال د عامه افکار د لازیات دباؤ سبب شي. تراوسه د امریکې او طالبانو ترمینځ څو ځلې د صلحې د مذاکراتو له ترسره کیدو سره سره دغه خبرې اترې او یا د صلحې د موافقې لاسلیکیدل په مختلفو وجوهاتو له ماتې سره مخ شوې دي. خو په عین حال کښې له طالبانو سره د صلحې د موافقې لاسلیکیدل د امریکې له خوا د افغانستان د پریښودو په معنا نه دي. د امریکې دفاع وزیر مارک اسپر د تیر ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په شلمه نیټه په یو لړ څرګندونو کښې مدعي شو چې امریکا په افغانستان کښې د خپلو ځواکونو شمیر ۸ زره ۶ سوو ته کمولی شي. خو د دغو ځواکونو وتل به یوازې له طالبانو سره د موافقې په بڼه کښې عملي شي او له دغې ډلې سره د موافقې یوه برخه به وي. له طالبانو سره له احتمالي موافقې وروسته په افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو د شمیر پ کمولو باندې د اسپر له ټینګار سره سره، دغه کار به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بشپړې وتنې په معنا نه وي. دا په داسې حال کښې دي چې طالبانو تل له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په کاملې وتنې ټینګار کړی دی.
ټاکل شوې ده چې د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې د موافقې له لاسلیکیدو وروسته د افغانستان د حکومت د استازو او طالب ډلې ترمینځ بین الافغاني خبرې اترې پیل شي. امریکې او البانو دوه اونۍ مخکښې د تاوتریخوالي د کمولو موافقه لاسلیک کړه څو د هغې د کامیابۍ په بڼه کښې، ورپسې د صلحې موافقه لاسلیک کړي. د تشدد او تاوتریخوالي د کمي د موافقې اجرا د فرورۍ له دوویشتمې پیل شوه. په عین حال کښې اټکل کیدی شي چې حتی د امریکې او طالبانو ترمینځ د دوحې د موافقې د لاسلیکیدو په بڼه کښې، د افغانستان بې ثباته وضعې ته په پام سره دغه موافقه د اجرا په مرحله کښې له ډیرو ننګونو او ستونزو سره مخامخ شي. د دې په ترڅ کښې چې په افغانستان کښې د امریکې پوځي شتون د ناامنۍ له زیاتیدو، د ترهګرۍ له پراختیا، د ملکي خلکو له وژلې او هم د نشه ایزو توکو د تولیدو او مالي فساد له زیاتیدو پرته بله نتیجه نه ده لرلې.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*