امریکادافغانستان له زندانونو دبندیانود خوشي کولو صلاحیّت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88362-امریکادافغانستان_له_زندانونو_دبندیانود_خوشي_کولو_صلاحیّت_نه_لري
د افغانستان ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د سولې په بهیر کې به ددغه هیواد د امنیتی ځواک رول ډير مهم وي ،زیاته کړې ، افغانستان له امریکا سره تازه ژمنو ته هیڅ اړتیا نه لري او هغه موافقه چې له مخکې راهسې د لوئې جرګې په وسیله تائيد شوي وه ، هماغه راز پخپل ځاي شته ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 01, 2020 10:05 Asia/Kabul
  • امریکادافغانستان له زندانونو دبندیانود خوشي کولو صلاحیّت نه لري

د افغانستان ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د سولې په بهیر کې به ددغه هیواد د امنیتی ځواک رول ډير مهم وي ،زیاته کړې ، افغانستان له امریکا سره تازه ژمنو ته هیڅ اړتیا نه لري او هغه موافقه چې له مخکې راهسې د لوئې جرګې په وسیله تائيد شوي وه ، هماغه راز پخپل ځاي شته ده .

زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن سهار په کابل کې په خبري ناستې کې  دې ته په اشارې سره چې امریکا دافغانستان د حکومت له زندانونو د  طالب بندیانو دخوشي کولو صلاحیّت نه لري  او په دې ا ړه ورسره هیڅ ژمنتیا نه لرو وئیلي دي ،د پنځه زره طالب بندیانو د خوشي کولو موضوع، یوازې د افغانستان د حکومت او ولس  په صلاحیّت کې ده  او امریکا په دې زمینې کې هیڅ صلاحیّت نه لري .

دافغانستان ولسمشر ټينګار کړی ،د طالب بندیانو خوشي کیداهیڅکله هم د افغانانود ترمینځد خبرواترو دپيلیدا د وارمخکې شرط په توګه  مطرح نه ده، خو داموضوع  د افغانانو ترمینځ  د سولې په خبرو کې مطرح کیدلی شي. د افغانستان د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې  مطرح شوي  چې د طالبانو دمرکچي ټيم مشر شیرمحمد عباس ستانکزئ هم نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،بین الافغاني خبرې اترې به د مارچ په لسمه نیټه  پيل شي  او له دې مخکې له امریکا سره د موافقې په اساس، باید له حکومتي زندانونو پنځه زره طالب بندیان خوشي شی .

داپه داسې حال کې دي چې بیګا  د افغانستان و لسمشر اشرف غني د ناټو موسیسې له عمومي منشي ینس سټولتنبرګ او د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر سره په ګډ خبري کنفرانس کې  هم وئیلي،د افغانستان روا نظام، د اسلامی امارت نظام نه ،بلکې   یو جمهوری نظام دی او طالبان باید له امریکا سره په موافقې کې خپلو ژمنو ته پابنده ووسي .

د افغانستان ولسمشر  دې ته په اشارې سره چې د سولې په بهیر کې به ددغه هیواد د امنیتی ځواک رول ډير مهم وي ،زیاته کړې ، افغانستان  له امریکا سره تازه ژمنو ته هیڅ اړتیا نه لري  او  هغه  موافقه چې  له  مخکې راهسې  د لوئې جرګې په وسیله تائيد شوي وه ، هماغه راز پخپل ځاي شته ده .

 بلاخره له ډیرو کوټلو  یو کلنو خبرواترو  وروسته او  په افغانستان کې د جنګ  د نه دریداپه باب له اندیښنو سره سره ، امریکا او طالبانو پرون د سولې هوکړې ته رسیدلي او د امریکا استازي زلمي خلیل زاد او د طالبانو ډلې  دسیاسی چارو مرستیال ملاغني برادر  دغه موافقه سره لاسلیک کړې ده . په دغو دستورو کې د یوشمیر  هیوادونو استازو هم شتون درلود.ددغې موافقې په اساس ټاکل شوې ده دطالبانو د تاؤتریخوالي د کوولو  شرط ته دپابند کیدا په بڼه کې به امریکا  په راتلونکو څوارلسو میاشتو کې له افغانستانه خپل پوځونه وباسي .

 

Image Caption