د قطر له تړون وروسته زلمی خلیلزاد نن کابل ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88402-د_قطر_له_تړون_وروسته_زلمی_خلیلزاد_نن_کابل_ته_ورځي
زلمی خلیلزاد به له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پلاوي په جوړښت ځانګړې لیدنې وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2020 08:48 Asia/Kabul
  • د قطر له تړون وروسته زلمی خلیلزاد نن کابل ته ورځي

زلمی خلیلزاد به له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پلاوي په جوړښت ځانګړې لیدنې وکړي.

د افغان حکومت یو شمېر سرچینو تایید کړې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به نن کابل ته ورسېږي او ټولو سیاسي مشرانو سره به د افغاني پلاوي په ترکیب خبرې اترې وکړي.

زلمی خلیلزاد به له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پلاوي په جوړښت ځانګړې لیدنې وکړي.

زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې هڅه وکړه چې د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر منځ ټاکنیز جنجال د څو ورځو لپاره وځنډوي، تر څو تړون په ارامۍ لاسلیک کړای شي.

خو اوس چې د امریکا او طالبانو د سولې تړون شوی د عبدالله عبدالله ډلې د والیانو د ګمارنې او د عبدالله د لوړې مراسمو ته چې نوموړي ځان پخپله ولسمشر اعلان کړی دی، چمتووالی نیسي.

بلخوا ولسمشر غني ته نږدې سرچینې هم وايي چې هغه به له عبدالله سره هیڅ ډول معامله ونه کړي او د مارچ په ۹مه به خپله لوړه ترسره کړي.