ډاکټرعبدالله خپل مذاکراتي پلاوی او خپل ۴ نوي والیان ټاکي
د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم ویلي، سپیدار ماڼۍ او د ثبات او همپالنې ټیم له سیاسیونو او مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته د پلاوي نوملړ نهایي کړی او تمه ده چې ارګ د حکومت د یوې برخې په توګه په هغه کې برخه واخلي.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان اجرائيه ریاست وایي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یې له خپل لوري د ټاکل کېدونکي پلاوي نوملړ نهایي کړی دی.
د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم ویلي، سپیدار ماڼۍ او د ثبات او همپالنې ټیم له سیاسیونو او مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته د پلاوي نوملړ نهایي کړی او تمه ده چې ارګ د حکومت د یوې برخې په توګه په هغه کې برخه واخلي.
بلخوا د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې یوه غړي فضل احمد معنوي هم ویلي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته د ولسمشرۍ انتخاباتو د لانجو د حل په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او اوس چې ولسمشر غني د لوړې مراسمو لپاره بېرته چمتووالی پیل کړی، نو عبدالله عبدالله هم په ولایتونو کې والیان معرفي کوي.
د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې مشر عبدالله عبدالله ته یوې بلې نږدې سرچیني هم تایید کړې، چې ټاکل شوې په تخار، بدخشان، فاریاب او دایکندي ولایتونو کې د عبدالله عبدالله له لوري والیان معرفي شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر رسول سیاف په منځګړیتوب د ټاکنیزو لانجو د حل لپاره هلې ځلې پيل شوې وې.