ټرمپ له ملابرادرسره ټیلی فونی خبرې وکړې
ځینې شناندي باوری دي چی ټرمپ له طالبانو سره له موافقې په خپلو ټاکنو کې د ګټې لپاره استفاده کوي او هدف یې په افغانستان کی حقیقی سوله او ارامښت ندې .
د افغان رسندویو له راپور سره سم د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي چې د طالبانو د قطر د دفتر له مشر ملابرادر سره یې په قطر کې د وروستۍ موافقې په اړه ټېلفوني خبرې کړِي دي .
ده له طالب مشر سره خپلې خبرې ښې وبللې او ویې ویل چې هغوی په افغانستان کې د تاوتریخوالی د کمولو لپاره د موافقې له عملي کولو سره سلا وکړه.
ټرمپ، چې په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره ږغېده، وویل چې په پام کې لري چې په نژدې راتلونکې کې په خپه له طالب مشرانو سره وویني.
خو طالبانو له ټرمپ سره د ملابرادر د خبرو په باب په خپله خبرپاڼه کې د تشدد د کمېدا موضوع ته هیڅ راز اشاره نه ده کړې.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره له خبرو یوه ورځ وروسته په قطر کې د طالبانو مرستیال مشر ملاعبدالغني برادر ته ټېلفون وکړ.
د طالبانو د قطر دفتر ویلي چې ټرمپ له ملابرادر سره څه باندې نیم ساعت خبرې وکړې.
طالبان وايي چې ملابرادر د متحدو ایالتونو ولسمشر ته ویلي چې که امریکا د دوحې پر موافقې ودرېږي، دواړه خواوې به په راتلونکې کې ښې اړیکې ولری.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، ټرمپ ملابرادر ته وویل چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر به ژر له اشرف غني سره خبرې وکړي چې د بین الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډونه لېرې شي.
په خبرپاڼه کې د خنډونو څرنګوالي ته اشاره نه ده شوې خو ظاهراً طالبان تر خبرو وړاندې د خپلو ۵ زره بندیانو خلاصون غواړي چې افغان ولسمشر غني یې تر هغو مخالف دی چې طالبان د سولې خبرو ته کښېنستي نه وي.
ځینې شناندي باوری دي چی ټرمپ له طالبانو سره له موافقې په خپلو ټاکنو کې د ګټې لپاره استفاده کوي او هدف یې په افغانستان کی حقیقی سوله او ارامښت ندې .