جنایتکارو یوځل بیا د بې ګناه افغانانو وینه بهولې ده
دغه شان بوږنونکي پيښې د افغانستان دملی وحدت دخرابولو لپاره د وحشي ډوله جنایتکارو سپيرې موخې نشي پوره کولی .
د اسلامی ایران دخارجه وزارت ویندوي عباس موسوي په کابل کې د افغانستان د حزب وحدت اسلامی غورځنګ د ارواښاد رهبر عبدالعلي مزاري د شهادت د کلیزې په مناسبت په دستورو کې د تکفیریانو غیر انساني جنایت په سخته غندلی او وئيلي ئې دي جنایتکارو تکفیریانو یو ځل بیا په وحشي ډوله اقدام سره خپله سپيره او جنایتکاره څیره نندارې ته وړاندې کړې ده .
سید عباس موسوي ددغې بوږنونکي پيښې په محکوملو سره ددغه جنایت دقربانیانو له کورنیو ، افغان حکومت او ملت سره دا یران دملت او حکومت دزړ ه له کومې خواخوږي څرګنده کړې او وئیلي ئې دي ، اسلامی ایران تل د مشکلاتو په وخت د افغان حکومت او ملت تر څنګ ولاړ دی او دافغانستان دسولې او ثبات ئې خپله سوله اوثبات ګڼلی دی .
په افغانستان کې د اسلامي ایران سفارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې ترهه ګرې پيښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیّت وئیلی او د ټپیانو د زر ترزره شفا لپاره ئې دعا کړې او وئيلي ئې دي ، دغه شان بوږنونکي پيښې د افغانستان د ملی وحدت دخرابولو لپاره د وحشي ډوله جنایتکارو سپيرې موخې نشي پوره کولی .
په کابل کې پرون سهار د عبدالعلي مزاري د شهادت د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت په یولړ دستورو کې د داعشي تکفیریانو په وحشي ډوله حملې کې کابو ۳۲کسان شهیدان او کابو ۵۳نور ټپیان شوي چې وئيل کیږي ځینی نور هم مرګي حاله دي .
د پاکستان خارجه وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې د ترهه ګرې پيښې په غندلو سره وئیلي دي ، پاکستان تل د افغانستان د شخړې دحل لپاره دس یاسی حل لارو ملاتړ کړی او د افغانستان درستو ګوندونو او ډلو ټپلو ئې غوښتي دي ، په زغنده روحیې سره دې ددغه هیواد د سولې اوثبات لپاره سره خپلو کې ملګرتیا اوسوله یزې خبرې اترې وکړي .