روسیه دې دافغانستان دسولې په بهیر کې ملګرتیا زیاته کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88482-روسیه_دې_دافغانستان_دسولې_په_بهیر_کې_ملګرتیا_زیاته_کړي
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نهائي بریالي په توګه د اشرف غني دکامیابۍ له اعلان وروسته او د عبدا..عبدا... د انتخاباتي ټیم داعتراضونو په زیاتیدا پسې د متوازي حکومت د جوړیدا احتمال هم ډير زیات شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2020 02:08 Asia/Kabul
  • روسیه دې دافغانستان  دسولې په بهیر کې ملګرتیا زیاته کړي

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نهائي بریالي په توګه د اشرف غني دکامیابۍ له اعلان وروسته او د عبدا..عبدا... د انتخاباتي ټیم داعتراضونو په زیاتیدا پسې د متوازي حکومت د جوړیدا احتمال هم ډير زیات شوی دی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي  د خپل هیواد د سولې په بهیر کې  د روسیې د رول په زیاتیدا ټينګار کړی دی .

د افغانستان  د پخواني ولسمشر مطبوعاتي دفتر  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، حامد کرزي  په کابل کې د روسیې له سفیر الیګذینډرمانتیتسکي سره  په کتنې کې  د افغانستان  دسولې په بهیر کې د روسیې د رول او ملګرتیا د زیاتولو غوښتنه کړې ده .

 ددغې ا علامیې په اساس،دواړو لورو په افغانستان  کې د یووالی د حکومت  د جوړیدا او  له سولې وروسته د اقداماتو په باب  هم د نظر تبادله کړې ده .

 دا لیده کاته په داسې حال کې شوي،چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نهائي  بریالي په توګه د اشرف غني  دکامیابۍ  له اعلان  وروسته  او د عبدا..عبدا... د  انتخاباتي ټیم  داعتراضونو په زیاتیدا پسې د متوازي حکومت د جوړیدا احتمال هم ډير زیات شوی دی .