طالبان د خپلو بندیانو له آزادېدو مخکې بین الافغاني خبرې نه کوي
داسې ښکاري چې طالبان د خپلو بندیانو تر خوشې کېدو مخکې افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نۀ دي، او تر هغه یې چې بندیان نه وي خوشې شوي بین الافغاني خبرې به هم پیل نشي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل يو ټوئيټ کښې لیکلي چې طالبان په هغه صورت کې بین الافغاني خبرو ته چمتو دي چې د شوي موافقه ليک سره سم عمل وشي او تر بین الافغاني خبرو مخکې یې بندیان خوشې کړل شي.
هغه وايي چې طالبان د بین الافغاني خبرو ته تیار دي، او که یې بندیان خوشې شي نو له هوکړې سره سم د مارچ په لسمه به بین الافغاني خبرې پیل کړي.
شاهین همدراز ویلي که د بین الافغاني خبرو ټاکل شوې نېټه کې ځنډ رامنځته شي نو ذمه واري یې د نورو پر غاړه ده.
خو له بلې خوا افغان ولسمشر اشرف غني له بین الافغاني خبرو مخکې د طالب بندیانو له خوشې کېدو سره کلک مخالف دے، او تر خبرو مخکې د طالبانو لخوا شرط اېښودل ورته د منلو وړ نه دي او ويلي يې دي چې که طالبانو شرط ږدي نو دوي هم شرطونه لري.
ولسمشر غني د بندیانو خوشې کول یوازې د افغان حکومت صلاحیت ګڼي او وايي چې امریکا د دې صلاحیت نلري چې طالب بندیان خوشې کړي.