د افغانستان په مسئله کښې ښکیل لوري دې اوربند ټینګ کړي
د افغانستان د ختیځو ولایتونو دینی عالمانو د افغانستان په قضیه کې له ښکیلو خواود دایمی اوربند د ټینګیدو غوښتنه وکړه.
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د ختیځو ولایتونو کابو اوه سوه تنه دیني عالمان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې راټول شوي او دیوې غونډې په ترڅ کې یې د افغانستان په مسئله کښې پر ښکیلو خواو غږ وکړ چې دایمی اوربند ټینګ کړي.
په دغې غونډې کښې ستر دیني عالم مولوي نجیب الله حقیار وویل: په تیرو دوو لسیزو کې جګړې ډیر دیني بنسټونه زیانمن کړي او پر مذهبي او روحاني څيرو یې خلک بې باوره کړل چې د دې رغاونه ښایي ډیره موده واخلي. نوموړي زیاته کړه چې روانه جګړه پردې ده او بهرنیان د افغانانو په مټ خپل اهداف تر لاسه کوي.
بل دیني عالم مولوي حبیب الله جلال ابادي بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د پردیو د منځګړتوب پر ځای پخپله مخامخ له افغان دولت سره خبرې پیل کړي او پردیو ته دلاسوهنې اجازه ورنکړي.
مولوي ضیا الرحمن بیا وویل: د سولی د ټینګښت لپاره له رامنځته شوي فرصت نه باید ګټه واخستل شي، که خدای مکړه دا فرصت هم له لاسه ووته نو ښایي کلونه کلونه افغانان د جګړو په اور کښې پاتې شي
د افغانستان د شرقي ولایتونو دیني عالمان داسی مهال له ښکیلو خواو نه د دایمي اوربند د ټینګولو غوښتنه کوي چې لاهم د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د خپلمنځي خبرو د پېل پر سر ژور اختلافات موجود دي.