کرزی وایی که پاکستان مې وغواړي نواسلام اباد ته ورځم
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88532-کرزی_وایی_که_پاکستان_مې_وغواړي_نواسلام_اباد_ته_ورځم
کرزي منلې چې پاکستان د افغانستان په سوله کې رول لوبولی او دی ترې خوشاله دی خو په وینا یې د دغه رول پیاوړتیا هم غواړي او هرکلی یې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2020 10:40 Asia/Kabul
  • کرزی وایی که پاکستان مې وغواړي نواسلام اباد ته ورځم

کرزي منلې چې پاکستان د افغانستان په سوله کې رول لوبولی او دی ترې خوشاله دی خو په وینا یې د دغه رول پیاوړتیا هم غواړي او هرکلی یې کوي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، کابل له پاکستان سره متمدنې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

ښاغلي کرزي له ډیلي ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې دی له پاکستان سره د هغو اړیکو ملاتړی دی متمدنې وي .

کرزي منلې چې پاکستان د افغانستان په سوله کې رول لوبولی او دی ترې خوشاله دی خو په وینا یې د دغه رول پیاوړتیا هم غواړي او هرکلی یې کوي.

حامد کرزی وايي، له دې انکار نه شي کېدای چې پاکستان په افغانستان کې نفوذ لري او دا یو واقعیت دی خو په وینا یې دا رول باید د افغان سولې لپاره وکارول شي.