له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر پيل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88539-له_افغانستانه_د_امریکايي_پوځیانو_د_وتلو_بهیر_پيل_شو
یو امریکايي چارواکي پرون له طالبانو سره د موافقې له مخې د افغانستان له خاورې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر د پيلیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2020 01:44 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر پيل شو

یو امریکايي چارواکي پرون له طالبانو سره د موافقې له مخې د افغانستان له خاورې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر د پيلیدو خبر ورکړ.

تسنیم خبري آژانس لیکلې دي، دغه امریکايي چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط وویل: له طالب ډلې سره د امریکې د موافقې له مخې په افغانستان کښې د دیره امریکايي ځواکونو شمیر باید له اوسنیو ۱۳ زرو څخه ۸ زره ۶۰۰ ته کم شي.

د ویلو ده چې پس د یو کال له کوټلو خبرواترو او په افغانستان کښې د جنګ د نه بندیدو په هکله د اندیښنو سره سره امریکې او طالبانو د تیرې فرورۍ په ۲۹ نیټه د صلحې موافقه لاسلیک کړه.

د دغې موافقې له مخې ټاکل شوې ده چې امریکايي او نور بهرني پوځیانو په افغانستان کښې د تاوتریخوالي په کمولو باندې د طالبانو د پابندۍ په شرط په راتلونکو څوارلسو میاشتو کښې له دغه هیواده په بشپړه توګه ووځي.