د کابل حکومت او طالبان هماغه راز یوه بل ګواښي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88603-د_کابل_حکومت_او_طالبان_هماغه_راز_یوه_بل_ګواښي
د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې له تش په نامې موافقې وروسته د افغانستان ولسمشر وئیلي وو، امریکا سره دکابل حکومت د طالب بندیانو دخوشي کولو په اړه هیڅ تړون نه دی کړی او د ا د کابل حکومت او افغان ولس صلاحیّت دی چې څوک له بنده خوشي کړي او څوک په بند کې وساتي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2020 11:59 Asia/Kabul
  • د کابل حکومت او طالبان هماغه راز یوه بل ګواښي

د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې له تش په نامې موافقې وروسته د افغانستان ولسمشر وئیلي وو، امریکا سره دکابل حکومت د طالب بندیانو دخوشي کولو په اړه هیڅ تړون نه دی کړی او د ا د کابل حکومت او افغان ولس صلاحیّت دی چې څوک له بنده خوشي کړي او څوک په بند کې وساتي.

زمونږ خبریال له کابله راپورراکړ ، په د اسې  حال کې چې  دافغانستان  ولسمشر اشرف  غني د یوزر پنځه سوه طالبانو د خوشي کولو امر لاسلیک کړی ،خو دطالبانو  مسئولانو د کابل حکومت د یوشمیر طالبانو مشروطه خوشي کیدا رد کړې او وئیلي ئې دي ،که د طالبانو درست پنځه زره بندیان خوشي نشي ، نو بین الافغاني خبرو ترسره کیدا نه شوني ښکاري .

راپورښئ د افغانستان د ولسمشر ځانګړي سلاکار ډاکټر فضل محمود فضلي  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ،  طالب بنديانو په اړه د ولسمشر صادر شوى فرمان مشروط دى ، او که په دغه هیواد کې تاؤتریخوالي کم نشي ، نو د طالب بندیانو دخوشي کیدا په امر به بیا کتنه وکړي

Image Caption

 

د امریکا او طالبانو تر مینځ   د سولې له تش په نامې موافقې وروسته د افغانستان ولسمشر وئیلي وو، امریکا سره دکابل حکومت د طالب بندیانو دخوشي کولو په اړه هیڅ تړون نه دی کړی او د ا د کابل حکومت او افغان ولس  صلاحیّت دی چې  څوک  له بنده خوشي کړي او څوک په بند کې وساتي.

دافغانستان د ولسمشر ځانګړي  سلاکار ډاکټر فضلي دغه راز وئیلي ، تر دې دمه   يو طالب بندي هم نه دی خوشې شوی، او دغه خوشی کیدا مشروطه ده  او لومړی شرط ئې د تاؤتریخوالي کمیدا ده .

ډاکټر فضلي  وئيلي د طالبانو کابو درې نیم زره بندیان به  دبین الافغاني خبرو پيلیدا وروسته  خوشي شي ، خو داسې ښکاري چې طالبان د بین الافغاني خبرو پیلولو لپاره چمتو نه دي نو  ځکه په پلمو پسې دي .

Image Caption