افغان ولسمشر: د سولې پروسه وخت ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88612-افغان_ولسمشر_د_سولې_پروسه_وخت_ته_اړتیا_لري
امریکا د افغان ولس ملی ګټو ته له پامه پرته له طالبانو سره د سولې له موافقې یوازې په خپلې تبلیغاتی ګټې پسې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2020 02:20 Asia/Kabul
  •  افغان ولسمشر: د سولې پروسه وخت ته اړتیا لري

امریکا د افغان ولس ملی ګټو ته له پامه پرته له طالبانو سره د سولې له موافقې یوازې په خپلې تبلیغاتی ګټې پسې ده .

د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي،  دسولې پروسه اوږده موده او پراخه حوصله غواړي او د تطبیق لپاره وخت ته اړتیا لري.

اشرف  غني دغه څرګندونې د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین په مناسبت خپره کړې ويډیو کې کړې دي او ویلي یې دي چې دا پروسه پراخه حوصله غواړي او وخت ته ضرورت شته، تر څو تطبیق او د افغانستان د ټولو پرگنو غږ پکې واورېدل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بین الافغاني مذاکراتو په پای کې به د ولسي جرګې او  لویې جرګې نظر پوښتل کېږي  او یا به هم د ټولپوښتنې په بنسټ پرېکړه کېږي.

د غني په خبره، سوله اوس د خلکو په لومړیتوب بدله شوې، شفاف چلند به ورسره کېږي او مذاکراتي ټیم به د حکومت له ادرسه له طالبانو سره مذاکرات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد ژر تر ژره د مذاکراتو د پیل او سلو نه تر ۱۳۵ ورځو د افغاني مذاکراتو په نهایي پایله ټینګار کړی دی.

امریکا د افغان ولس ملی ګټو ته له پامه پرته له طالبانو سره د سولې له موافقې یوازې په خپلې تبلیغاتی ګټې پسې ده .