افغان ولسمشر: د سولې پروسه وخت ته اړتیا لري
امریکا د افغان ولس ملی ګټو ته له پامه پرته له طالبانو سره د سولې له موافقې یوازې په خپلې تبلیغاتی ګټې پسې ده .
د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، دسولې پروسه اوږده موده او پراخه حوصله غواړي او د تطبیق لپاره وخت ته اړتیا لري.
اشرف غني دغه څرګندونې د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین په مناسبت خپره کړې ويډیو کې کړې دي او ویلي یې دي چې دا پروسه پراخه حوصله غواړي او وخت ته ضرورت شته، تر څو تطبیق او د افغانستان د ټولو پرگنو غږ پکې واورېدل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د بین الافغاني مذاکراتو په پای کې به د ولسي جرګې او لویې جرګې نظر پوښتل کېږي او یا به هم د ټولپوښتنې په بنسټ پرېکړه کېږي.
د غني په خبره، سوله اوس د خلکو په لومړیتوب بدله شوې، شفاف چلند به ورسره کېږي او مذاکراتي ټیم به د حکومت له ادرسه له طالبانو سره مذاکرات کوي.
دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد ژر تر ژره د مذاکراتو د پیل او سلو نه تر ۱۳۵ ورځو د افغاني مذاکراتو په نهایي پایله ټینګار کړی دی.
امریکا د افغان ولس ملی ګټو ته له پامه پرته له طالبانو سره د سولې له موافقې یوازې په خپلې تبلیغاتی ګټې پسې ده .