د طالبانو بندیان په ډلو ډلو نه، بلکې ټول یوځاي خوشي شی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88629-د_طالبانو_بندیان_په_ډلو_ډلو_نه_بلکې_ټول_یوځاي_خوشي_شی
د افغانستان ولسمشر په همداوروستیو کې دیوه فرمان په صادرولو سره دیو زر پنځه سوه طالبانو د خوشی کولو سره موافقه کړې او وئيلی ئې دي نور پاتې درې نیم زره طالب بندیان به له بین الافغاني خبرو وروسته خوشي شي ، خو طالبانو دغه پلان رد کړی او وئيلي ئې دي تر څو چې درست پنځه زره طالب بندیان خوشي نشي ، دغه ډلې ډلې خوشي کیدا نه مني اوتر هغه وخته پورې به بین الافغاني خبرو کې ګډون ونه کړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 14, 2020 01:42 Asia/Kabul
  • د طالبانو بندیان په ډلو ډلو نه، بلکې ټول یوځاي خوشي  شی

د افغانستان ولسمشر په همداوروستیو کې دیوه فرمان په صادرولو سره دیو زر پنځه سوه طالبانو د خوشی کولو سره موافقه کړې او وئيلی ئې دي نور پاتې درې نیم زره طالب بندیان به له بین الافغاني خبرو وروسته خوشي شي ، خو طالبانو دغه پلان رد کړی او وئيلي ئې دي تر څو چې درست پنځه زره طالب بندیان خوشي نشي ، دغه ډلې ډلې خوشي کیدا نه مني اوتر هغه وخته پورې به بین الافغاني خبرو کې ګډون ونه کړي .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسي دفتر ویندوي سهیل شاهین پرون ناوخته  وئيلي دي د طالبانو ډلې له خوا د افغانستان   دکابل حکومت ته له بندونو ددغې ډلې  د غړو د ورکړل شوي لیسټ په اساس د درستو کسانو د خوشي کیدا غوښتنه کړې ده ، نه دا چې  په ډ لو ډلو طالبان دې خوشي شي ..

  د طالبانو ډلې  دسیاسی دفتر ویندوي همداراز ټينګار کړی ،کله د دواړو خواؤ د بندیانو د خوشي کیدا کار ترسره شي ،نو  هاله به  بین الافغاني خبرې پیل  شي .

وروستی راپورنه ښئ  له طالبانو ډلې سره د بین الافغاني خبرو په موخې سره د افغانستان  حکومتي پلاوی چې  قطر ته تللی ؤ،بیګا بیرته له خبرو پرته  کابل ته ستون شوی دی .