طالبان دې د صلحې بهیر نتیجې ته ورسوي
د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند له طالب ډلې وغوښتل چې نتیجې ته د صلحې د بهیر د رسولو لپاره له حکومت سره تعامل او ملګرتیا وکړي.
د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، جاوید فیصل پرون د طالب بندیانو د مشروطې او تدریجي آزادۍ لپاره د افغانستان د ولسمشر اشرف غني طرحې ته په اشارې سره په یو ټویټ کښې ولیکل: د صلحې په بهیر کښې د پرمختګ لپاره یوه حل لاره برابر شوې ده.
هغه زیاته کړه چې طالبان باید د یوې داسې حل لارې د موندلو هڅه وکړي چې په دغه هیواد کښې جنګ ختم کړی شي او د دغې ډلې د بندیانو د آزادۍ لاره هواره کړي.
یاده دې وي چې اشرف غني په دې وروستیو کښې یو حکم صادر کړ چې له مخې یې د کب له ۲۴ نیټې څخه هره ورځ د طالبانو سل تنه زندانیان خوشې کیږي او د دغه پلان له مخې تر راتلونکو پنځلسو ورځو پورې یو نیم زر طالبان باید له زندانه آزاد شي.
خو طالبانو د خپلو بندیانو د خوشې کیدو دا بهیر نه دی منلی او قومندانانو یې ویلي دي چې دغه طرحه له امریکایانو سره د دوي د موافقې خلاف ده او د افغانستان حکومت باید د دغې ډلې ټول پنځه زره قیدیان په یوځاې آزاد کړي.