په کابل کې هرات کې د جنائي جرمونو ورانکارې ډلې نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88657-په_کابل_کې_هرات_کې_د_جنائي_جرمونو_ورانکارې_ډلې_نیول_شوي
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې په هرات کې دوه تنه د جعلي پیسو په تړو او په کابل کې دوه نور د د وژنې په تړاوهم نیول شوي ول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2020 11:17 Asia/Kabul
  • په کابل کې هرات کې د جنائي جرمونو ورانکارې ډلې  نیول شوي

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې په هرات کې دوه تنه د جعلي پیسو په تړو او په کابل کې دوه نور د د وژنې په تړاوهم نیول شوي ول .

زمونږ خبریال له غزني راپور راکړ د افغانستان دکورنیو چارو وزارت  نن په یوې خبرپاڼې  کې وئيلي دي ، په هرات ولایت کې په څو بېلابیلو عملیاتو کې   د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاؤ یولس کسان نیول شوي دي .

راپورښئ دغو کسانو په لومړنیو پلټنو کې پر یو شمیر پيښو اعتراف هم کړی  او ددوي له منګولو یو شمیر ګاډي او  او ځيني تجهیزات هم  ترګوتو شوي دي.

 له بل پلوه په کابل کې  هم په محرابي مشهورکس چې د جنايي جرمونو او غلاګانو کې لاس درلود،نیول شوی .

محرابی یا (رییس جوانان هودخیل) د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند قلعچې سیمې د یوه اوسېدونکي د څلور میلیونو پاکستانۍ کلدارو په غلا کې رول درلود او له  جرم  وروسته د پولیسو تر څار لاندې و؛ چې پرون  د پولیسو په یولړ عملیاتو  کې د کابل ښار د (۱۶) امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې په یوه ګاډي کې وپيژندل او ونیول شو .

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې په هرات کې دوه تنه د جعلي پیسو په تړو  او په کابل کې دوه نور د   د وژنې په تړاوهم نیول شوي ول .