طالبانو د داعش د ځپلو ادعا وکړه
Mar 16, 2020 02:13 Asia/Kabul
طالب ډلې ادعا وړکړه د افغانستان په شمالي او ختيځي سيمو کښې يې داعش ترهه ګره ډله ځپلې ده.
د اېسنا خبري آژانس د رپوټ له مخې طالب ډلې پرون په يوې خبرتيا کښې وويل، داعشيان يې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه شړلي دي او اوس د دغه هېواد د ختيځ په محدودو سيمو کښې باقي پاتې دي چې په مقابل کښې يې د پاکولو عمليات روان دي.
طالب ډله وائي د دغې ډلې او امريکې ترمېنځ د صلحې د وروستي موافقه ليک له لاسليکېدو وروسته يې د افغانستان په ختيځو ولايتونو کښې د داعش په خلاف مختلف عمليات شروع کړي.
ټیګونه