په قندهار کښې یوپولیس ۴ نورپولیس په ډزو ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88670-په_قندهار_کښې_یوپولیس_۴_نورپولیس_په_ډزو_ووژل
د سیمه ایزو پولیسو یو سرتیري د قندهار ولایت په «ژړۍ» ولسوالۍ کښې په یو خپل مینځي برید کښې څلور پولیس په ډزو ووژل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2020 03:59 Asia/Kabul
  • په قندهار کښې یوپولیس ۴ نورپولیس په ډزو ووژل

د سیمه ایزو پولیسو یو سرتیري د قندهار ولایت په «ژړۍ» ولسوالۍ کښې په یو خپل مینځي برید کښې څلور پولیس په ډزو ووژل.

 د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې  ،دغه پیښه  پروند ژړۍ ولسوالۍ په «چهار شاخ» سیمه کښې رامنځته شوې ده. د قندهار د والي ویاند بهیر احمدي ویلي دي چې بریدګر د طالبانو نفوذي کس و او په خپلو ملګرو باندې له ډزو وروسته تښتیدلی دے. د نوموړي په وینا،په دغه برید کښې د پوستې قومندان او د پولیسو درې سرتیري وژل شوي او یو بل تن ژوبل شوے دے. وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دے. خپل مینځي بریدونه د امنیتي ځواکونو یو له لویو ستونزو څخه دي.