له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره د خلیلزاد پرله پسې لیدنې
له هغې وروسته کله چې اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ترسره کړل او دواړو ځانونه ولسمشران اعلان کړل، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دغو دوه کسانو سره خپلې لیدنې زیاتې کړې دي.
زلمي خلیلزاد د اشرف غني د لوړې له مراسمو وروسته پرون د دویم ځل لپاره له هغه سره ولیدل.
له دې سره هم مهاله ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې عبدالرب رسول سیاف او حامد کرزي هم د لوړې له مراسمو وروسته له غني سره لیدلي دي.
په عامه او اسټراټېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر په دې اړه وویل:«د ټولو اعتماد دا دی چې حکومت باید د افغانستان له خلکو استازیتوب وکړي؛ د سیاستوالو استازي په کې وي.»
ورته مهال د عبدالله عبدالله ملګري وايي چې خلیلزاد تراوسه پنځه ځله له عبدالله سره لیدلي دي او د سیاسي کړکېچ او ولسمشرۍ ټاکنو د اعلان شویو پایلو له امله د رامنځته شوي کړکېچ د حل په اړه خبرې اترې شوې دي.
د عبدالله عبدالله متحد فضل احمد معنوي وویل:«موږ هیله لرو چې ستونزو ته حل لار پیدا شي او که چېرې مسله دې ځای ته ورسېږي چې ادارې د یوه لور په واک کې وي او هېواد د بل لورې په واک کې وي، طبیعي ده چې ستونزه لویه وي.»
له دې سره هم مهاله، له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره د مرکچي پلاوي د جوړېدو لپاره هڅې هم روانې دي.
ځينې سیاستوالان چې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي وايي چې ګوندونه او سیاسي جریانونه د هغه مرکچي پلاوي نوملړ چې د حکومت له خوا اعلان شوی نه مني.
د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني په دې اړه وویل:«اتفاقاً چې خلیلزاد دغه نوملړ ځينو ته ورکړے دے، نه حکومت چې دا زموږ لپاره ډېر د تعجب ځاے و.»
د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیکه دوه اوونۍ تېرېږي؛ د دغه هوکړه لیک پربنسټ، د افغانانو ترمنځ مذاکرات باید د مارچ په لسمه پیل شوې وې؛ خو ویل کېږي چې دغه مذاکرات د طالب بندیانو د نه ازادېدو او د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان له امله د رامنځته شويو اختلافونو په وجه نه دي پيل شوي.