امریکا د سولې په پلمه افغانانو ته دوکه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88685-امریکا_د_سولې_په_پلمه_افغانانو_ته_دوکه_ورکوي
د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو دغه کاندید ووئيل امریکا له یوه پلوه دافغانستان امنیتی ځواک په وسلو سنبالوي او له بل پلوه طالبانو ته پیسې ورکوي ، په دغه هیواد کې جنګ او ناکراریو ته دوام ورکړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 17, 2020 01:14 Asia/Kabul
  • امریکا د سولې په پلمه افغانانو ته دوکه ورکوي

د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو دغه کاندید ووئيل امریکا له یوه پلوه دافغانستان امنیتی ځواک په وسلو سنبالوي او له بل پلوه طالبانو ته پیسې ورکوي ، په دغه هیواد کې جنګ او ناکراریو ته دوام ورکړي .

زمونږخبریال له کابله راپورراکړ  د افغانستان د ملی امنیت پخواني مشر رحمت ا... نبیل پرون په کابل کې په خبري غونډې کې  له طالبانو سره د  تش په نامه  د سولې  په خبرو کې د زلمي خلیلزاد په اقداماتو اندیښنه وښودله او  دا ئې د افغانستان  د راتلونکي لپاره خطرناکه چاره وبلله .

د افغانستان د ولسمشرۍ  دانتخاباتو دغه کاندید  ووئيل امریکا له یوه پلوه  دافغانستان امنیتی ځواک  په وسلو سنبالوي او له بل پلوه  طالبانو ته پیسې ورکوي ، په دغه هیواد کې  جنګ او ناکراریو ته دوام ورکړي .

 رحمت ا... نبیل پر اشرف غني او عبدا...عبدا...  هم غږ وکړڅو سیاسی ترینګلتیاوې دې څنګة کړي او د وطن د سولې غم دې وخوري .

د افغانستان د ملی امنیت  پخواني مشر  زیاته کړې ، که په هیواد کې روان حالات کنټرول نشي ،نو بین الافغاني خبرې اترې ،به د اشرف غني ،عبدا... عبدا... او طالبانو  په وسیله په درې اړخیز ډول ترسره شي  او په نهایت کې به  طالبانو ډله  د جنګ او سولې بریالۍ وي .

داپه داسې حال کې دي چې  دافغانستان ولس ددغو کشمکشونو د اصلي قربانیانو په توګه ، په دې اندیښمن دي ، چې  که دغه وضعیّت دوام وکړي ،نو په دغه هیواد کې به یو ځل بیا د داخلی جنګونو لمبې پورته شي ، چې غلی کول به ئې ډير ګران شي .