امریکا د سولې په پلمه افغانانو ته دوکه ورکوي
د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو دغه کاندید ووئيل امریکا له یوه پلوه دافغانستان امنیتی ځواک په وسلو سنبالوي او له بل پلوه طالبانو ته پیسې ورکوي ، په دغه هیواد کې جنګ او ناکراریو ته دوام ورکړي .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان د ملی امنیت پخواني مشر رحمت ا... نبیل پرون په کابل کې په خبري غونډې کې له طالبانو سره د تش په نامه د سولې په خبرو کې د زلمي خلیلزاد په اقداماتو اندیښنه وښودله او دا ئې د افغانستان د راتلونکي لپاره خطرناکه چاره وبلله .
د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو دغه کاندید ووئيل امریکا له یوه پلوه دافغانستان امنیتی ځواک په وسلو سنبالوي او له بل پلوه طالبانو ته پیسې ورکوي ، په دغه هیواد کې جنګ او ناکراریو ته دوام ورکړي .
رحمت ا... نبیل پر اشرف غني او عبدا...عبدا... هم غږ وکړڅو سیاسی ترینګلتیاوې دې څنګة کړي او د وطن د سولې غم دې وخوري .
د افغانستان د ملی امنیت پخواني مشر زیاته کړې ، که په هیواد کې روان حالات کنټرول نشي ،نو بین الافغاني خبرې اترې ،به د اشرف غني ،عبدا... عبدا... او طالبانو په وسیله په درې اړخیز ډول ترسره شي او په نهایت کې به طالبانو ډله د جنګ او سولې بریالۍ وي .
داپه داسې حال کې دي چې دافغانستان ولس ددغو کشمکشونو د اصلي قربانیانو په توګه ، په دې اندیښمن دي ، چې که دغه وضعیّت دوام وکړي ،نو په دغه هیواد کې به یو ځل بیا د داخلی جنګونو لمبې پورته شي ، چې غلی کول به ئې ډير ګران شي .